په پاکستان کې د چين سفارت د پېښ شوي ترهګريز بريد سخته غندونه وکړه
CRI2021-08-21 14:46:13
شريکول:

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د اګسټ په ۲۰مه نېټه يوه اعلاميه خپره کړه، چې د دې هېواد په بلوچستان ولايت کې په يو ځانمرګي بريد کې دوه ماشومان وژل شوي او ۳ تنه نور ټپيان شوي دي. په پاکستان کې د چين سفارت تائيد کړی چې يو چيني سپک ټپي شوی. د اګسټ په ۲۰مه نېټه په بلوچستان ولايت کې د ګوادر بندر د چټک لار په پروګرام کې يو چينايان لرونکی موټر له ځانمرګي بريد سره مخ شو او په دې بريد کې، دوه ځايي ماشومان وژل شوي او نور کسان ټپيان شوي دي، پکې يو چيني سپک ټپي شوی. له دې پېښې وروسته د پاکستان رسمي مقامات په لومړي وخت ټپيان ګوادر روغتون ته لېږلي دي. په پاکستان کې د چين سفارت د دې ترهګريز فعاليت سخته غندنه کړې، د دواړو هېوادونو ټپيانو ته يې صادق تسليت ورکړی او د پاکستان د ژول شويو کسانو په اړه ژور تعزيت يې څرګند کړی. ياد سفارت په لومړي وخت کې له پاکستان څخه غوښتنه وکړه چې ټپيان معالجه کړي او د دې بريد په اړه پلټنه تر سره کړي.