امريکا پر روسيې باندې نوي بنديزونه اعلان کړی
CRI2021-08-21 14:45:25
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا حکومت د اګسټ په ۲۰مه نېټه د روسيې د مخالفې ډلې د شخصيت اليکسې ناوالنی د پېښې او د نورد ستريم په نوم د طبيعي ګاز د پايپ لين پروګرام په پلمه، اعلان يې کړی چې د روسيې پر يو شمېر سازمانونو او شخصيتونو بنديزونه ولګوي.

د امريکا د ماليې وزارت په همدې ورځ په يوه اعلاميه کې وويل، چې پر ناوالنی باندې د زهرجن توکو د اچولو د لومړۍ کليزې په مناسبت، په ياده پېښه کې او د روسيې د کيمياوي وسلو په پلان کې پر ۹ ګډون کوونکو او ۲ سازمانونو باندې بنديزونه ولګوي، کوم چې د روسيې د فيدرالي امنيتي ادارې سره لري. په دې اعلاميه کې دا هم راغلي، چې د روسيې د ملي دفاع وزارت دوه علمي لابراتوارونه چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت لخوا بنديزونه لګول شوي، هم د روسيې د کيمياوي وسلو په څېړنو کې ګډون کړی و.