د عربي متحده اماراتو د نړیوالې اسلامي ټولنې شورا رئیس د چین د مذهبي آزادۍ د پالیسي ډېره ستاينه وکړه
cri2021-08-21 14:32:42
شريکول:

د عربي متحده اماراتو د نړیوالې اسلامي ټولنې شورا رئیس علي راشد نعیمي د اګست پر ۱۷مه، د چین د اسلامي ټولنې له خوا جوړ شوې یوه نړیوال ویډیويي سیمینار کې، د چین د مذهبي آزادۍ د پالیسي ډېره ستاينه وکړه. د دې سیمینار موضوع "مسلمانان څنګه د عصري ټولنې پرمختګ ته ځان رسوي" وه.

رئیس علي راشد نعیمي په خپلو خبرو کې وويل چې د چین حکومت بشري حقونو ته ډېر اهمیت ورکوي او هیله لري چې د چيني اسلام نور مثبت غږونه به په نړيوالو ځايونو کې انتقال شي. د چين د اسلامي ټولنې مشر يانګ فا مينګ واضح کړه چې څنګه چيني اسلام د ځايي کولو په بهير کې د زمانې پرمختګ سره تطابق لري. هغه هيله لري چې د بېلا بېلو هېوادونو اسلامي ټولنې به د هېوادونو، ملتونو، مذهبونو او تمدنونو ترمنځ د خنډونو د لېرې کولو لپاره سخت کار ته دوام ورکړي.