پوتین: نړیواله ټولنه باید دې حقیقت ته غاړه کښېږدي چې طالبان د افغانستان ډیره برخه کنټرولوي
cri2021-08-21 14:33:07
شريکول:

د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتین پر ځايي وخت د اګست پر ۲۰مه د جرمني له صدراعظمې انګيلا میرکل سره ګډه مطبوعاتي غونډه جوړه کړه. پوتين د افغانستان په اړه خپل نظرونه تشریح کړل. هغه وویل چې د افغانستان وضعیت له میرکل سره د ده د خبرو یو تمرکز و. پوتین پر دې ټینګار وکړ چې بهرني ځواکونه په بشپړه توګه افغان کلتور او دودونه له پامه غورځوي او هڅه کوي چې افغانستان ته بهرني ارزښتونه ورکړي او ويې ویل چي دا ډول کړنې باید ودرول شي. پوتین وویل چې طالبان دا مهال د افغانستان ډیره برخه کنترولوي او نړیواله ټولنه باید له دې واقعیت څخه مخ وا نه ړوي. پوتین دې ته اشاره وکړه چې طالبانو اعلان وکړ چې پوځي عملیات پای ته رسېدلي او ژمنه یې کړې چې د خپلو اتباعو او بهرنیانو د حقونو ساتنه به کوي. روسیه به دا نور هم وڅاري. پوتین اعتراف وکړ چې روسیه په افغانستان پوهیږي او له بهر څخه د افغانستان د زورولو کومه هڅه بې معنی ده.