په جګړه کې به هېڅوک بريالی نه شي، په افغانستان کې د امريکا لخوا د ترهګرۍ پرضد جګړې څه پاتې شوي؟
CRI2021-08-22 13:04:04
شريکول:

  شل کاله وروسته، په افغانستان کې د امريکا لخوا د ترهګرۍ پر ضد د جګړې  له ختمېدو سره سم بېلا بېلو خواوو ته د جګړو زيانونه په پوره او ښکاره توګه څرګند شوي دي. د څېړونکو په اند، دغې جګړې نه يوازې افغانانو ته زيان رسولی، بلکې د امريکايانو په ذهنونو کې یې هم  ترخې او دردمندې خاطرې هم  پرې اېښې دي.

   د اګست په شپاړسمه ، د  حامد کرزي په نړيوال هوايي  ‌‌ډګر کې امريکايي سرتېرو يوې امريکايي نظامي الوتکې ته د عامو افغانانو د ننوتلو د مخنيوي لپاره ډزې وکړې، چې له امله يې څو تنه عام افغانان مړه  شول.

 افغان محمد نواز له چيني خبريال سره په مرکې کې وويل، چې امريکا د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په پلمه دغه جنګ بل کړی و. شل کلونه تېر شوي، خو دغه جنګ افغانستان ته سوله رانوستله.  نواز زیاته کړه، چې که امريکا د جنګ د ختمولو او د سولې د ساتلو نيت  درلودلای، د کابل په هوايي ميدان کې به  دا رنګه ناوړه حالت نه رامنځته کېده.

په تېرو شلو کلونو کې دا ډول خوږمنې شېبې هره ورځ ليدل شوې دي. د شلو کلونو راهيسې، په افغانستان کې د امريکا پوځي عملياتو افغانانو ته د سر او مال سخت زيانونه رسولي دي. د ځېنو سازمانونو د شمېرنې له مخې، د امريکا په پوځي عملياتو کې څه باندې ۳۰ زره عام افغانان وژل شوي، څه باندې ۶۰ زره تنه نور ټپيان شوي او کابو ۱۱ ميليونه افغانان خپل کورونه له لاسه ورکړي دي. له ۲۰۱۶م کال څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې، کابو ۱۶۰۰ ماشومان د ناټو تر مشرۍ لاندې هوايي بريدونو کې وژل شوي دي.  

 دغه راز، د افغانستان جګړې د عامو امريکايانو د  غم او درد سبب هم ګرځېدلي. ګڼو امريکايي سرتيريو ته مرګ ژوبلې اوښتې دي. د امريکا د درستيزانو ګډو غونډو رئيس مارک ميلي د اګست په ۱۸مه نېټه وويل، چې د افغانستان په جګړو کې ۲۴۴۸ تنه امريکايي سرتيري وژل شوي او ۲۰۷۲۲ تنه نور ټپيان دي. دغه راز، ډېر امريکايي سرتيري پر روحي ناروغۍ اخته شوي دي. د امريکا د بورون پوهنتون د څېړنې له مخې، په تېرو ۲۰ کلونو کې امريکا د افغانستان په جګړو کې کابو ۲۲۶۰ ميليارډه امريکايي ډالره لګولي، چې د هرې ورځې لګښت يې ۳۰۰ ميليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلی دی. همدا راز، د امريکا د خبري رسنيو د خبر له مخې، امريکا په جګړو کې د ټپيانو سرتيريو د علاج او تداوي لپاره ۳۰۰ ميليارډه امريکايي ډالره لګولي دي او په راتلونکې کې به شاوخوا ۵۰۰ ميليارډه ډالره ولګوي.

په عين وخت کې، په افغانستان کې د جګړو د ختمولو په وخت کې د امريکا کړنې د  هغې د ملګرو هېوادونو د ناامېدۍ او بې اعتمادۍ سبب هم ګرځېدلي دي. د لويديځو هېوادونو خبري رسنيو او کارپوهانو په تېرو څو ورځو کې د کابل هوايي ميدان د ګډوډۍ  له امله پر امريکا هم نيوکې وکړې. د امريکا اعتماد هم له دې امله  سخته صدمه لیدلې ده.

مخکې تر دې، د امريکا د هاروارډ پوهنتون د سياسياتو پروفيسر سټېفون ورټ د امريکا د ډيپلوماتيکې لايحې په نامه مجله کې د يوې مقالې په خپرولو سره دې ته اشاره وکړه، چې امريکا په بې انتها بهرنيو جګړو کې پوځپالنه،  زورواکي، د نورو هېوادونو له خلکو څخه د کرکې او نفرت روحيه او تش په نامه ملتپالنه  پالي. دا ټول په ډيموکراتيک نظام کې د اتباعو له اخلاقو څخه سرغړونه ده.