د افغانستان د طلوع تليويزيون په ځايي وخت د اګسټ په ۲۱مه خبر ورکړ، چې د افغانستان د مصالحې شورا مشر عبدالله عبدالله او د دې هېواد مخکيني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د طالبانو لخوا ټاکل شوي سرپرست والي عبدالرحمن منصور سره وليدل او ټينګار يې وکړ، چې د کابل د اوسېدونکو د ځان او مال د امنيت ټينګښت باید د ټولو د لومړيتوبونو په سر کې وي. عبدالله وويل، خلک بايد د امنيت احساس وکړي، څو کابل عادي نظم خپل کړي. منصور وویل، چې په دې هڅه کې دی، چې د کابل امنيت په ښه شان تامین کړي.