د امريکا ولسمشر جو بايډن د اګست په ۲۰مه څرګنده کړه، چې امريکا به ژر تر ژره له افغانستان څخه امريکايان او د هغوی همکاران وباسي.
نوموړي وويل، چې اوس نژدې څه دپاسه شپږ زره امريکايي پوځ د کابل په هوايي ډګر کې د يادو کسانو د وتلو له کارونو څخه ملاتړ کوي. امريکا يوه ورځ مخکې له افغانستان څخه شاو خوا ۵۷۰۰ تنه او د روانې مياشتې له ۱۴مې راهيسې ۱۳زره تنه ايستلي دي. هغه ويلي، چې امريکا اوس په افغانستان کې د خپلو خلکو د مشخص شمير په اړه نه پوهيږي او اوس په تحقيقاتو بوخت دي. د امريکا خبري رسنيو مخکې خبر ورکړی، چې اوس څه دپاسه لس زره امريکايان په افغانستان کې پاتي دي.