د څو هېوادونو پوهانو له لابراتوار څخه د د ویروس خپرېدل رد کړل
CRI2021-08-22 11:25:37
شريکول:

د څو هېوادونو ساينتيستانو په ګډه د امریکا د سېل (Cell) په نوم په مجله کې د کوويډـ۱۹ ويروس د سرچينې په اړه يوه ليکنه خپره کړه. د کارپوهانو  دغه ليکنه د دې ويروس د سرچينې د مسئلې لپاره ډېره مهمه ده. په دې ليکنه کې د امريکا هغه خبر رد شوی، چې ويروس له لابراتوار څخه خپور شو او دا راغلي، چې تر ټولو ممکنه دا ده، چې ويروس له حيوان څخه انسان ته خپور شو. څه باندې ۲۰ نړيوالو مشهورو ساينتيستانو په دې ليکنه کې وويل، چې هېڅ شواهد نه شته، چې د کرونا وبا له خپرېدو مخکې، د وو هان د ويروس څېړنيز انستېتيوټ يا نور انستېتيوټونه د کرونا ويروس څېړنې نه دي کړې.