جرمني له روسيې وغوښتل چې له افغانستان څخه د وتلو په برخه کې مرسته وکړي
CRI2021-08-22 11:26:04
شريکول:

د جرمني صدراعظم انګلا ميرکيل په ځايي وخت د اګسټ په ۲۰مه له روسيې څخه د رسمي ليدنې په وخت کې د دې هېواد له ولسمشر پوتين څخه غوښتنه وکړه، چې له طالبانو سره مذاکرات وکړي، څو په افغانستان کې د جرمني ځايي کارکوونکي له دې هېواد څخه  ووزي. د جرمني د رسنيو د خبر له مخې، له پوتين سره له ليدنې وروسته ميرکيل وويل، اوس تر ټولو مهمه دنده دا ده، چې هغه کسان، چې د ناټو لپاره یې ۲۰ کاله  خدمت کړی، جرمني ته  راوستل شي.  دې زیاته کړه، چې هیله لري پوتين له طالبانو سره په  کتنو کې په دې اړه  خبرې اترې وکړي.  په دې کتنه کې پوتين د افغانستان په اړه د لوېديځې نړۍ د غير مسئولانه پاليسۍ غندنه وکړه. د هغه په اند، لوېديځې نړۍ  د زور زیاتي له لارې پر افغانستان باندې خپل نظر اچولی او داسې کړنې بايد سمدلاسه بندې شي.