د افغانستان د طالبانو پلاوي په کابل کې له يو شمېر سياسي شخصيتونو سره ولیدل
CRI2021-08-22 13:47:55
شريکول:

په دوحه کې د افغانستان د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد نعيم د اګست پر ۲۱مه اعلان وکړ، چې د شيخ شهاب الدين دلاور په مشرۍ د طالبانو پلاوي په همدې ورځ په کابل کې د دغه هېواد له  يو شمېر سياسي شخصيتونو سره  ولیدل او ژمنه يې وکړه، چې د دوی امنيت به خوندي  ساتي. طالبان هيله لري، چې يو داسې قوي مرکزي حکومت جوړ کړي،  څو له فساد نه پاک وي، د قانون درناوی ولري او افغانانو ته د خپل وطن لپاره د خدمتونو فرصتونه برابر کړي.  هغه  نور تفصیل ورنکړ.

د افغانستان د مصالحې شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله  په همدې ورځ په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي، چې هغه او د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په همدې ورځ د طالبانو له پلاوي سره کتنه وکړه.  ده زیاته کړه،چې دواړې خواوې د اوسنيو امنيتي او سياسي حالاتو ، د افغانستان د راتلونکې  او ټول شموله سياست د لايحې په هکله د نظريو تبادله وکړه.