د افغانستان طالبان نه غواړي انتقالي حکومت جوړ کړي
CRI2021-08-22 13:48:23
شريکول:

د افغانستان د حماس خبري اژانس د اګست په ۲۱مه نېټه خبر ورکړ، چې د طالبانو جګ پوړي غړي احمدالله  وثیق په همدې ورځ څرګنده کړه، چې طالبان د لنډ مهالي او انتقالي حکومت جوړولو پلان نه لري او په مستقيمه توګه به يو ټول شموله حکومت جوړ کړي، چې د افغانستان د بېلا بېلو خواوو لخوا منل کيږي.

نوموړي وويل، طالبان اوس له اړوندو خواوو سره د حکومت جوړولو په هکله د سلا مشورو کارونه چټکوي. د معلوماتو له مخې، اوس افغانستان رهبر نه لري او طالبان يوازې د ځينو ولايتونو او ښارونو مشران ټاکلي دي.

د افغانستان د طلوع نيوز د ويبپاڼې د خبر له مخې، دغه هېواد په شمال کې د بغلان ولايت ملېشو له طالبانو څخه دری  سیمې بېرته نيولې  دي.