د روسيې ولسمشر پوتين په ځايي وخت د اګسټ په ۲۱مه د قزاقستان له ولسمشر قاسم ـ جومارت توکايوف سره ليدنه وکړه. پوتين وويل، اوس په افغانستان کې حالات ډېر سخت دي. ده زیاته کړه، چې د اګسټ په ۲۳مه به د ډله ييز امنيت د تړون سازمان له غړيو هېوادونو سره ويډيويي غونډه تر سره کړي، څو د افغانستان د حالاتو او امنيتي مسئلو په اړه سلامشورې وکړي. توکايوف څرګنده کړه، چې هغه غواړي د افغانستان د اوسنيو حالاتو په اړه د روسیې د نظر تر معلومولو وروسته خپلې پالیسۍ تعدیل کړي.