د چين د شيځانګ کورواکې سيمې د طبيعت ساتنې سيمو مساحت ۴ لکه ۱۲ زره او ۲۰۰ کيلومتره ښودل شوی، چې د دې کورواکې سيمې په مساحت کې څه باندې يوه پر درېيمه برخه نيسي.
د مالوماتو له مخې، دغه سيمه د هېواد په کچه د طبيعت ساتنې ۱۱ دولتی سيمې، منظره لرونکی ۴ ځايونه، ۳ جيولوجيکي پارکونه، د ځنګلونو ۹ پارکونه او د لندو ځمکو ۲۲ پارکونه لري. په دغې سيمې کې نادر حيوانات او نباتات ډېر ښه ساتل کېږي او د ځينو لږ موندونکو حيواناتو شمېر هم زيات شوی دی. (شکريه)