د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد: ډېر ژر به يو نوی حکومت جوړ او اعلان شي
CRI2021-08-23 15:01:40
شريکول:

طلوع نيوز د اګسټ په ۲۲مه نېټه د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په ټول ويلي، چې طالبان مشران وويل، چې اوس د افغانستان له سياسي مشرانو سره پر خبرو بوخت دي او هيله مندي شته چې ډېر ژر به يو نوی حکومت جوړ او اعلان  شي.

په همدې ورځ د افغانستان ځينو سياسي مشرانو ويلي، چې له طالبانو سره يې خبرې کړې، خو تر اوسه يې د نوي حکومت د جوړونې په اړه ژور بحثونه نه دي تر سره کړي. په عين وخت کې ځيني سياسي مشران د دغو خبرو پر څرنګوالي هم نيوکې لري او وايي چې اوسنۍ خبرې پراخې نه دي.