د چين د بهرنيو چارو وزارت: په افغانستان کې د چينايانو امنيت ته جدي پاملرنه کوو
CRI2021-08-23 23:48:28
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د اګسټ پر ۲۳مه په يوه خبري ناسته کې په افغانستان کې د چينايانو د امنيت وضعيت په اړه د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وويل، په افغانستان کې د چين سفارت له مېشتو چينايانو سره نږدې اړيکې لري او د دوی د امنيت د ساتلو لپاره د افغانستان له اړوندو خواوو سره د همغږۍ په هڅه کې دی.

وانګ ون بين زیاته کړه، چې چين په افغانستان کې د چيني ارګانونو او چينايانو امنيت ته جدي پاملرنه کوي.

ده وویل، چې په افغانستان کې د چين سفارت عادي چارې پر مخ وړي او زياتره چينايان د سفارت په مرسته بېرته خپل هېواد ته تللي دي.