سېل مجله : کوويډ-۱۹ ويروس د وو هان له بيولوژيکي لابراتوار څخه نه دی خپور شوی
cri2021-08-23 10:54:41
شريکول:

د څو هېوادونو ساينسپوهانو د امريکا په سېل (cell) مجلې کې يوه ګډه مقاله خپره کړې ده، چې له مخې يې د وو هان بيولوژيکي لابراتوار څخه د کوويډ-۱۹ ويروس خپرېدل بې اساسه بلل شوي دي.

دغه مقاله د استراليا، امريکا، کاناډا او بريتانيا په ګډون د څه باندې ۲۰ لويديځو هېوادونو د ساينسپوهانو لخوا ليکل شوې ده.

دغو ساينسپوهانو د امريکايي سياستوالو هغه دسيسه بې ځايه بللې، چې ويل يې کوويډ-۱۹ ويروس له ياد لابراتوار څخه خپور شوی دی. په دې اند دي، ښايي ياد ويروس مخکې له حيواناتو څخه انسانانو ته خپور شوی وي. (شکريه)