د امريکا د علمي تکنالوژۍ (وېرج) ويبپاڼه: د دغه هېواد د عامې روغتيا سيستم له سختو ستونزو سره مخ دی
CRI2021-08-23 15:03:01
شريکول:

د وېرج په نوم د امريکا د علمي تکنالوژۍ ويبپاڼې څو ورځې مخکې د يوې مقالې په خپرولو سره دې ته اشاره کړې، چې د دغه هېواد د عامې روغتيا په سيستم کې سخته مسئله رامنځته شوې ده. امريکايي متخصصان د کرونا وبا ضد واکسين د څېړنو او د ډلټا ويروس پر وړاندې د واکسين د اغېزو د څېړنو په بهير کې د کورنيو معلوماتو له کمبود سره مخ دي او اوس يوازې پر بهرنيو معلوماتو تکيه لري. د کرونا وبا له رامنځته کېدو څخه تر اوسه شاو خوا اتلس مياشتې تيرې شوي، خو حکومت دغه مسئله نه ده حل کړې.

په دغه مقاله کې ليکل شوي، چې د معلوماتو کموالی د کرونا وبا ضد مبارزې کې د امريکا پر وړاندې تر ټولو لويه ننګونه بلل کيږي. د امريکا روغتيا ادارو د دغې وبا له رامنځته کېدو راهيسې د پېښو بشپړ معلومات نه دي ثبت کړي او وروسته پاتې غبرګون يې ښودلی دی. په دغه مقالې کې د ياد وضعيت يو لامل دا ښودل شوی، چې د دغه هېواد د عامه روغتيا سيستم دړې وړې شوی او په مختلفو روغتونونو کې خوره وره معلومات ساتل کيږي. د امريکا حکومت دغه مسئله له اتلسو مياشتو راهيسې نه ده حل کړې.