د ايران ولسمشر د جاپان د بهرنيو چارو له وزير سره وکتل
cri2021-08-23 09:55:03
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران ولسمشر ابراهيم رئيسي د اګيست په ۲۲مه نېټه د جاپان د بهرنيو چارو له وزير توشميټسو موتيګي سره وکتل. دواړو خواوو موافقه کړې، چې د اقتصاد او سوداګرۍ په برخو کې به خپلمنځي همکاريزې اړيکې ټينګې کړي. 

دواړو خواوو د افغانستان وضعیت په هکله هم د نظريو تبادلې کړې دي. ابراهيم رئيسي ويلي چې ايران تل د افغانستان له سولې او ثبات څخه ملاتړ کړی او اوس د دې وخت راغلی چې افغانان د خپل هېواد اينده پخپله وټاکي. په افغانستان کې د امريکايي پوځونو شتون  دغې سيمې ته خونديتوب نه و رسولی، بلکې ګواښونه يې راپورته کړي دي. نوموړي زياته کړې، چې په ګردې نړۍ کې هر ډول زورواکي د مختلفو هېوادونو يا سيمو له ګټو سره سمون نه لري. د امريکې زورواکي د نورو هېوادونو خپلواکۍ، ازادۍ او حاکميت ته ګواښ جوړوي او ټول هېوادونه بايد ورسره مخالفت وکړي. (هيله)