د اسرائيلو جنګي الوتکو د فلسطين پر غزې هوايي بريدونه کړي
CRI2021-08-23 14:28:20
شريکول:

د اسرائيلو جنګي الوتکو د اګست د ۲۱مې نيټې په شپه په غزه کې د فلسطين د حماس د وسلو د توليد او زيرمې پر څلورو مرکزونو هوايي بريدونه کړي دي. د اسرائيلو پوځ ويلي چې دا بريدونه يې د يوه سرتيري د ټپي کيدو په غبرګون کې کړي دي.

د اسرائيلو پوځ په ځايي وخت د اګست د ۲۲مې نيټې په سهار د دغو هوايي بريدونو پخلی کړی دی. دوی ويلي، چې د ۲۱مې نيټې له غرمې څخه تر شپې پورې سل ګونه فلسطينيان د غزې په سيمه کې د دواړو هېوادونو سرحدې کرښې ته نژدې راغونډ شوي وو او ځينو يې له سرحدې کرښې څخه د اوښتو هڅه کوله او د اسرائيلو پوځ او پوليسو ته يې لاسي بمونه غورځولي دي. په دغې زور زياتي پيښې يو اسرائيلي عسکر او ۴۱ تنه فلسطينيان ټپيان شوي چې د دوو تنو حالت نازک ښودل شوی دی.