د چين او عربي هېوادونو ترمنځ ۵م نندارتون پای ته ورسېد
cri2021-08-23 15:23:24
شريکول:

د چين او عربي هېوادونو ترمنځ ۵م نندارتون د اګیست په ۲۲مه نېټه د نينګ شيا د هوی قوم کورواکې سيمې په مرکز ين چوان ښار کې په برياليتوب پای ته ورسېد. دغه نندارتون په داسې حال کې چې کرونا وبا لا هم په ګردې نړۍ کې په خورېدو ده، په ټاکلي وخت ترسره شو او دا د دې ښکارندويي کوي، چې په چين کې وبا کنټرول شوې او وقايوي او مخنيوي چارې يې هم ښې روانې دي.

دغه نندارتون د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو او عربي هېوادونو پاملرنه راجلب کړې او په عين وخت کې ترې ښکاري، چې چين له عربي هېوادونو سره د کرونا وبا پر وړاندې د ګډې مبارزې او د نړيوال اقتصاد د بيااحيا د هڅولو کلکه اراده لري.

په منځني ختيځ کې د يو کمربند او يوې لارې د څېړنيز مرکز مشر وال اسن د ياد نندارتون لوړه ستاينه وکړه او ويې ويل:

((په داسې حال کې چې کرونا وبا نړيوال اقتصاد سخت زيانمن کړی، د چين او عربي هېوادونو ترمنځ سږني نندارتون دا وښوده، چې دواړه خواوې يو له بل سره مرستې او له ستونزو سره ګډې مقابلې کوي، نړيوالې تولنې ته يې خپل باور او توان په ډاګه کړی او دا به د چين او عربي هېوادونو او د نړيوال اقتصاد د هڅولو لپاره يو مهم فرصت وګرځي.))

دغه نندراتون انلاين او افلاين برخې درلودې. د څو هېوادونو مشرانو د پرمختګ له فرصتونو څخه د ګټې اخيستنې په پار انلاين بحثونو کې ګډون کړی و او د يو شمېر لویو نړيوالو تصديو مشرانو په دغه نندارتون کې خپلې تجربې شريکې کړې. د نينګ شيا د نندارتونونو چارو ادارې مرستيال جانګ لي وې په دې اړه وويل:

((سږني نندارتون ډېر د يادونې او ستاينې وړ ټکي او ځانګړتياوې درلودې. د نندارتون دوديزې چارې مو زياتې وې او د ګډونوالو تصديو، توليداتو او پروژو د پېژندلو لپاره مو لا بشپړ مالومات ورکړل. د انلاين او افلاين چارو په يو ځای کېدو سره مو لا ښه موثريت تر لاسه کړ.))

د څه باندې ۳۰ هېوادونو او سيمو څه دپاسه زر تصديو د دې نندارتون په انلاين او افلاين برخو کې ګډون کړی و، چې پکې لسګونه يې د نړۍ له ۵۰۰ مخکښو او لويو تصديو څخه او لسګونه يې د چين له ۵۰۰ مخکښو تصديو څخه وې. د دغه نندارتون په ترڅ کې د ۱۵۶ ميليارډو يوانو په ارزښت ۲۷۷ همکاريز تړونونه لاسليک شوي او محتويات يې په نوې تکنالوژۍ، نوې انرژۍ او موادو پورې اړه لري.

په دغه نندارتون کې د هېواد په کچه ۸ همکاريز تړونونه لاسليک شوي دي. برسيره پر دې، په دغه نندارتون کې د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د اقتصاد او سوداګرۍ د اړيکو د پرمختګ کلنی راپور او د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو د ۲۰۲۱ کلنی راپور په شمول درې راپورونه هم خپاره شوي دي.

سږني نندارتون د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او تبادلې د مهم ډګر په توګه خپل رول نور هم څرګند او د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ پټ توان يې راښکاره کړی دی.

دغه نندارتون د چين او عربي هيوادونو ترمنځ د همکارۍ  فضا نوره هم پراخه کړې او باور دا دی، چې د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې پلان د ښه تطبيق لپاره به خامخا نوی حياتي ځواک وړاندې کړي او د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو د پرمختګ لپاره به مهم ګټور فرصتونه برابر کړي.

د نينګ شيا د هوې قوم د خپلواکې سيمې مرستيال لای جياو وويل

((موږ تل دا وايو، چې چين بايد د يو لوی هېواد په توګه عمومي حالاتو ته په کتو د يوې سيمې پرمختګ طرحه کړي او د دې سيمې له لارې بايد ټولو ته خدمتونه وکړي. موږ غواړو د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د نندارتون اغېزه نوره هم لوړه کړو او د دواړو خواوو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو او د يو کمربند او يوې لارې پلان د باکيفيته جوړونې د هڅولو لپاره به لا نور کوښښونه او خدمتونه وکړو. ))