ازبکستان د کرونا ضد هغه چيني واکسين تاييد کړ چې په دغه هېواد کې توليديږي
CRI2021-08-23 14:29:00
شريکول:

د ازبکستان صدراعظم عبدالله اريپوف څه موده مخکې د يو حکم لاسليک کړ چې له مخې يې د کرونا ضد هغه چيني واکسين چې د دغه هېواد په يوې درمل توليدوونکې تصدۍ کې توليديږي، په دغه هېواد کېد کارونې اجازه تر لاسه کړه.

د چين د علومو اکاډمۍ د جراشيم انسټيټيوټ او د چين د درملو جوړولو يو شرکت لخوا په ګډه جوړ شوی د کرونا ضد واکسين د تېر کال په اکتوبر مياشت کې په ازبکستان کې د دريمې دورې په بستريزې ازموينې کې د کارونې اجازه تر لاسه کړې وه. ازبکستان د روان کال په مارچ کې دغه واکسين ته د بيړنې کارونې اجازه ورکړې. چين د روان کال په اګست کې د دغه هېواد د زولابيک لابراتوار له شرکت سره تړون لاسليک کړ چې په ازبکستان کې په ګډه دغه واکسين توليد کړي.