د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د دفاع وزارت د اګست په ۲۲ مه نېټه اعلان وکړ، چې ۱۸ ملکې الوتکې به له افغانستان څخه د امريکايانو د وتلو لپاره وکاروي.
د پنټاګون وياند جان کيربي په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د دغه هېواد د دفاع وزير لويډ اسټين د امريکا پوځ ترانسپورټي قومدان ته امر کړی، چې د ملکي هوايي چلند يو اړوند ميکانيزم فعال کړي او د امريکا د يونايټېتډ هوايي شرکت په شمول د ۶ هوايي شرکتونو ۱۸ ملکي الوتکې به له افغانستان څخه د امريکايانو د وتلو په چارو کې ګډون وکړي.
په دغه اعلاميه کې راغلي چې دغه ملکې الوتکې به کابل ته نه ځي، بلکې له ترانزيتي ځايونو څخه به الوتنې ولري.
(مينه)