په هايتي کې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۲۲۰۷ ته لوړ شوی
cri2021-08-23 10:10:26
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د هايتي د ملکي دفاع ادارې د اګيست په ۲۲مه نېټه وويل، چې د همدې ورځې تر سهار پورې، په دې هېواد کې د هغې زلزلې له امله چې د روانې مياشتې په ۱۴مه نېټه شوې وه، ۲۲۰۷ تنه مړه، ۱۲ زره او ۲۶۸ تنه ټپيان شوي او ۳۴۴ تنه لا هم ورک  دي. 

نوموړې ادارې په همدې ورځ په ټولنيزو رسنيو کې خبر ورکړی چې د دې هېواد په جنوب کې هم څو جسدونه پيدا شوي چې په دې سره د مړو شمېر ۲۲۰۷ ته لوړ شوی دی. برسيره پر دې، د دې زلزلې له امله ۵۲ زره کورونه ويجاړ شوي او ۷۷ زره نور زيانمن شوي دي. (هيله)