شي جين پينګ: چين غواړي په ډيجيټلي اقتصاد کې له نړيوالو سره ژورې همکارۍ وکړي
CRI2021-08-23 14:27:58
شريکول:

 د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اګست په ۲۳مه نېټه د چين او د شانګهای د همکارۍ سازمان د ډيجيټلي اقتصاد چارو فورم او د ۲۰۲۱ کال د چين د ځيرکو چارو نړيوال نندارتون ته پيغامونه واستول.

شي جين پينګ ويلي، چې په دې وروستيو کلونو کې چين په رغنده توګه د ډيجيټلي چارو د پرمختګ او د توليد چارو د ډيجيټلي کيدو هڅونه کړې او د ډيجيټلي تېکنالوژۍ په اقتصادي او ټولنيز پرمختګ کې يې مهم رول لوبولی دی. د شانګهای همکارۍ سازمان د جوړېدو د شلمې کليزې په درشل کې غواړي چې د دغه سازمان له بېلا بېلو غړيو سره د شانګهای پر روحيې ټينګار وکړ او په ډيجيټلي اقتصاد کې له نړيوالو سره همکارۍ ژورې کړي تر څو ډيجيټلي  او ځيرکه تېکنالوژي او انټرنيټ د اقتصاد او ټولنې پرمختګ په بهير کې هم رول ولوبوي.