د ايران خارجه وزارت : د ذروي خبرو اترو په اړه د ايران دريځ نه دی بدل شوی
cri2021-08-24 11:39:14
شريکول:

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند سعيد خطيب زاده د اګست په ۲۳مه نېټه ويلي، چې په ذروي خبرو اترو کې د ايران دريځ نه دی بدل شوی او ذروي تړون ته د رسېدو لپاره پر دوو شرطونو ټينګار کوي، لومړي، دا چې امريکا بايد پر ايران خپل بنديزونه لغوه کړي او دوهم، اړوندې خواوې بايد ذروي تړون مراعات کړي.

نوموړي په همدې ورځ په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، د امريکا نوی حکومت د پخواني حکومت پر ناکامې لارې ګام پورته کړی او امريکايي چارواکو تر اوسه هيڅ ګټور عمل نه دی تر سره کړی.

بريتانيه، فرانسې او جرمني په دې وروستيو کې د يوې بيانيې په خپرولو سره د ايران پر ذروي پروګرام اندېښنه څرګنده کړې ده. خطيب زاده د دوی دغې اندېښنې ته په اشارې ويلي، د ايران ټولې کړنې د اټومي انرژۍ د نړيوالې ايجنسۍ تر څارنې لاندې دي او د سولې د رامنځته کېدو په غرض يې تر سره کوي. برسيره پر دې، ايران د ذروي وسلو د نه خپرېدو تړون هم مراعات کوي. دغسې سياسي نيت لرونکې بيانيه له شويو ژمنو څخه د يادو درېيو هېوادونو د تښتېدو سبب نه شي ګرځيدلي. اروپايي هېوادونه دې خپلې کړې ژمنې پلې کړي، دا د ايران هر اړخيز ذروي تړون د بيا نافذېدو تر ټولو ښه لار ده. (شکريه)