شي جين پينګ: د سای هان با روحيه دې لا پياوړې شي
CRI2021-08-24 15:14:54
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پینګ د اګست په ۲۳مه نېټه د هه بې ولايت د سای هان با د جي شيې ځنګلي سيمې له يوليانګ غره څخه ليدنه وکړه، د دې سيمې طبيعت يې وڅاره، د چاپيريال ساتنې د سيستماتيکې ادارې او د ځنګلي سيمې د ادارې په اړه يې کاري راپور واورېده او د ځنګلونو له ساتونکو څخه يې د حال احوال پوښتنې وکړې. ورپسې، نوموړي د شانګ های له ځنګل څخه هم ليدنه وکړه.

نوموړي د شانګ های له ځنګل څخه د ليدنې په ترڅ کې د ځايي کارکوونکو له استازي سره خبرې وکړې او و يې ويل، چې د دوی کارونه ډېر ارزښت لري او د هېواد د ايکولوژيکې ابادۍ پر چارو يې مثبتې اغېزې کړې دي. نوموړي په خپلو خبرو کې وويل، چې د سای هان با روحيه د چين د کمونېست ګوند د سيستم يوه برخه ده او د ګوند ټول غړي او هېوادوال بايد د دغې روحيې په اساس د شنه اقتصاد او ايکولوژيکي تمدن د پرمختګ لپاره هڅې وکړي. هغه زياته کړه، چې د سای هان با وګړي بايد د لاسته راوړنو پر بنسټ د لا نورو برياليتوبونو لپاره کوښښونو ته دوام ورکړي.