د چين واکسين پر ډېلټه ويروس اخته کسان خوندي ساتي
CRI2021-08-24 16:12:00
شريکول:

د چين د ساري ناروغيو د وقايې او کنټرول مرکز اوونيزې ورځپاڼې د اګست په ۲۰مه نېټه د ګوانګ دونګ ولايت د ساريو ناروغيو د وقايې او کنټرول مرکز يو څېړنيز راپور خپور کړی، چې له مخې يې د چين واکسين د کرونا د بدلې بڼې ((ډيلټا)) په مخنيوي کې مؤثر ثابت شوی دی.

د سينګاپور د ليان هه ځاو باو ورځپاڼې د اګست په ۲۱مه نېټه د چين د ياد وقايوي مرکز د خبر په قول ويلي، چې د چين واکسين هغه ناروغان خوندي ساتي، چې د کرونا پر ډېلټه ويروس اخته شوي وي.

د کوويډـ۱۹ ويروس ضد چيني واکسين په اړه دغه څېړنيزه پايله، د دغه واکسين د درېيمې کلينکې څېړنې له نتيجې سره يو شان ده.