چين د نړۍ تر نورو لوی سوداګريز هېواد او دوهم لوی استهلاکی بازار ګرځيدلی
cri2021-08-24 11:31:50
شريکول:

د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د اګست په ۲۳مه نېټه يوه خبري ناسته تر سره کړه، د دغه هېواد د سوداګريزو چارو وزير وانګ ون تاو په يادې خبري ناستې کې وويل، چې چين اوس د نړۍ ټر ټولو لوی سوداګريز هېواد او دوهم لوی استهلاکی بازار دی.

د مالوماتو له مخې، پروسږ کال د چين د مصرفي توکو د پرچون عمومي ارزښت ۳۹۲۰۰ ميليارډو يوانو ته رسېدلی و. مصرف په تېرو څو کلونو کې د دغه هېواد د اقتصادي انکشاف لومړی خوځنده ځواک ګرځيدلی دی.

د ياد وزارت مرستيال وزير او د نړيوالو معاملو د خبرو اترو مرستيال استازي وانګ شو ون وويل، ياد وزارت به بهر ته ورخلاصون لا ژور کړي، لا د ازادې سوداګرۍ زيات تړونونه به لاسليک کړي او اوسني تړونونه به بشپړ او نور هم ښه کړي. (شکريه)