د ايران د بهرنيو چارو وزارت: په افغانستان کې ټولشموله حکومت غواړو
CRI2021-08-24 10:51:16
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند سعيد خطيب زاده د اګست په ۲۳مه نېټه وويل، ايران له افغانستان څخه غواړي، چې يو داسې ټولشموله حکومت جوړ کړي، چې د ټولو افغانانو استازيتوب وکړای شي.

خطيب زاده په همدې ورځ په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې ايران د افغانستان حالات څاري او د دغه هېواد له بېلا بېلو ډلو سره يې خبرې کړي دي. د افغانستان مختلفې خواوې بايد خپلمنځي توپیرونه کم کړي، زغم دې وساتي او خبرې اترې دې وکړي. د افغانستان تاريخ دا څرګنده کړې، چې هيڅ پوځي پلان افغان مسئله نه شي حلولی. ايران هيله لري، چې د اړوندو خواوو خبرې اترې ښه پايله ورکړي.

نوموړي زياته کړه، ايران له افغانانو سره ولاړ دی او باور لري، چې د افغانانو سر او مال او حقه حقونه بايد وساتل شي.