د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د اګست د ۲۳مې نېټې په سهار يوه خبري ناسته تر سره کړه. د چين د سوداګرۍ وزارت مرستيال شيان که مينګ په دغه خبري ناسته کې وويل، چې تر اوسه پورې ۱۷۲ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو له چين سره د يو کمربند او يوې لارې د همکارۍ په اړه تر ۲۰۰ زيات سندونه لاسليک کړي دي او د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ د ګډنوالو ډله مخ په پراخېدو ده.