افغان طالبانو امريکا ته خبرداری ورکړ
CRI2021-08-24 10:55:04
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، افغان طالبانو د اګست په ۲۳مه نېټه امريکا ته خبرداری ورکړ، که په ټاکلي وخت له افغانستان څخه خپل ځواکونه ونه باسې، نو له بدې پايلې سره به مخ شي.

پژواک اژانس د اګست په ۲۳مه نېټه خبر ورکړی، چې په دوحې کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين په همدې ورځ ويلي، چې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د ايستلو مودې غوځيدل به د طالبانو او امريکا ترمنځ د بې اعتمادۍ سبب وګرځي، که امريکا غواړي، چې ځواکونه يې افغانستان کې پاتې شي، نو طالبان به يې پر وړاندې ځوابي ګام پورته کړي.