د کابل پر هوايي ډګر بريد مرګژوبله اړولې
CRI2021-08-24 09:53:46
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اګست په ۲۳مه نېټه د افغانستان د پلازمېنې کابل پر هوايي ډګر بريد شوی چې له امله يې يو تن سرتېری وژل شوی او څو تنه نور ټپيان دي. 

د امريکا د مرکزي قوماندانۍ وياند ويلايم اوربن په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره خبر ورکړی چې د کابل هوايي ډګر د شمالي دروازې د باندې يو نامعلوم وسله وال کس پر ميشتو افغان سرتېريو ډزې وکړې چې له امله يې يو افغان سرتېری مړ شو او څو تنه نور ټپيان دي، خو بهرنيو ځواکونو ته يې هېڅ مرګ ژوبله نه ده اړولې. 

يو عيني شاهد ويلي چې يوه پخواني افغان افسر دغه بريد کړی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه هېڅ نه دي ويلي. 

( سپوږمۍ)