هانکانګ به لا ښه راتلونکی ولري
cri2021-08-24 14:43:42
شريکول:

د چين د دولتي شورا د هانکانګ او مکاو چارو دفتر، د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کمېټې، د ساينس او تکنالوژۍ وزارت او د خلکو بانک په شمول د څو ارګانونو ګډ پلاوی د اګيست له ۲۳مې نېټې څخه تر ۲۵مې نېټې پورې د هانکانګ له ځانګړې اداري سيمې څخه په ليدنه بوخت دی. دغه پلاوی به په هانکانګ کې د چين د څوارلسم پنځه کلن پلان په اړه هر اړخيز مالومات وړاندې کړي او هانکانګ به له دې ګټور فرصت څخه ګټې واخلي او د هېواد د ودې او پرمختګ په عمومي حالاتو کې به ښه رول ولوبوي.  

د چين د څوارلسم پنځه کلن پلان له مخې، دغه هېواد به د کورني اقتصادي دوران   پر بنسټ د کورني او نړيوال اقتصادي دورانونو د هڅولو نوې بڼه جوړه کړي. هانکانګ به په کورني اقتصادي دوران  کې فعال ګډون وکړي  او نړيوال اقتصادي دوران به وهڅوي او په عين وخت کې د خپل پرمختګ لپاره به حياتي ځواک او فرصتونه برابر کړي.

کورنی اقتصادي دوران بنسټ دی،  يعنې چين به په کور دننه  پرمختګ ته ډېره پاملرنه وکړي، مثلاً په کور دننه به د اړتياوو پراخولو ته دوام ورکړي او دا د هانکانګ لپاره هم ګټور فرصت دی. د چين سترې برخې ته د هانکانګ صادراتي ارزښت له يوې مودې راهيسې د دې سيمې په صادراتو کې ۶۰ سلنه نيسي، نو د هانکانګ تصدۍ کولی شي، چې  د ياد ګټور فرصت په کارولو سره د سترې برخې له لويو بازارونو څخه ښه استفاده وکړي.

د يادولو وړ ده، چې د تکنالوژۍ نوښت د چين په کورني اقتصادي دوران کې د هانکانګ د شاملولو لپاره يوه ګټوره لاره بلل کيږي. د چين په تېر درېيم نړيوال وارداتي نندارتون کې د بدني تودوخې د څار ځيرک رېبوټ او د کورني قرانطين د ځيرک لاس بند په شمول د هانکانګي تصديو يو لړ توليداتو نندارچيانو ته ژورې خاطرې وربښلې دي. هانکانګ بايد په راتلونکی کې د بنسټيزې څېړنې، د ډګرونو او اډو د جوړونې، د  کدرونو د روزنې او د لاسته راوړنو د عملي کېدو په ساحو کې د سترې برخې له تصديو سره همکارۍ پياوړې کړي او د ځاني پرمختګ کيفيت دې نور هم لوړ کړي

چین خپل کورني اقتصادي دوران ته  لومړيتوب ورکوي، خو  دغه دا معنا نه لري، چې چين خپلې دروازې تړي، بلکې چين غواړي په کور دننه  د اړتياوو په پراخولو سره د کورني بازار او بهرني بازار ترمنځ اړيکې لا ټينګې کړي او هانکانګ به وکولی شي، چې د خپلو وړتياوو په کارولو سره  نړيوال اقتصادي دوران وهڅوي.  

د چين په څوارلسم پنځه کلن پلان کې دې ته اشاره شوې، چې له هانکانګ څخه بايد ملاتړ وشي، څو د نړيوالو پولي چارو، حمل و نقل او سوداګرۍ د مرکز په توګه خپل مقام نور هم لوړ کړي. په عين وخت کې د ژن مين بي يوانو چارو، د نړيوالو سرمايو د ادارې مرکز او د خطرونو د کنټرول مرکز په توګه د هانکانګ رول به نور هم  پياوړی شي، په دې توګه به د هانکانګ وړتيا لرونکې چارې په نړيوال اقتصادي دوران کې لا ښه  رول ولوبوي.

په ياد پلان کې هانکانګ ته نوې دندې سپارل شوي، مثلاً هانکانګ بايد د نړيوال هوايي محور په توګه  خپل رول لا پياوړی  کړي او په دې سيمه کې بايد د نړيوال نوښتي تخنيکي مرکز، د پوهنې مالکيت د معاملو  سيمه ييز مرکز او د چين او بهر ترمنځ د کلتوري تبادلې مرکز جوړ کړي . په دې سره به د هانکانګ د پرمختګ لپاره لا زيات نوی حياتي ځواک برابر شي. د هانکانګ بېلا بېلې ټولنې په دې پوهېږي، چې د دې سيمې پرمختګ بايد له خپل هېواد سره نږدې اړيکې ولري . ويل کېږي چې هانکانګ به د څوارلسم پنځه کلن پلان په کارولو سره   د پرمختګ او انکشاف په برخه کې لا زيات برياليتوبونه ومومي.