شي جين پينګ د زامبيا منتخب ولسمشر هاکايندې هيچيليما ته د مبارکۍ پيغام واستاوه
cri2021-08-24 16:35:50
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو ورځو کې د زامبيا منتخب ولسمشر هاکايندې هيچليما ته د مبارکۍ پیغام واستاوه.

نوموړي په دغه پيغام کې ويلي، چين او زامبيا ښه دوستان، ملګري او وروڼ هېوادونه دي. د دواړو هېوادونو تر منځ د سياسي اړيکو له ټينګېدو راهيسې، متقابل سياسي اعتماد ورځ تر بلې په ژورېدو دی، خپلمنځي همکاريو يې په څرګند ډول پرمختګ کړی دی. د دې تر څنګ، دواړو خواوو د مرکزي ګټو او د علاقې وړ مسئلو په ساحه کې يو له بل ملاتړ کړی دی. نوموړي په دغه پيغام کې زياته کړې چې هغه د دواړو خواوو تر منځ اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي له ولسمشر هيچيليما سره په بېلا بېلو برخو کې د ګډو همکاريو د تقويې او پراختيا لپاره هڅې وکړي، څو د دواړو هېوادونو خلکو ته لا زياتې ګټې ورسېږي. (شکريه)