د امريکا خبري رسنۍ : ښايي په دغه هېواد کې د کوويډ-۱۹ له امله د مړينې پېښه ډېره پخوا رمنځته شوې وي
cri2021-08-24 16:34:16
شريکول:

د امريکا د سان جوس ميرکوري نيوز ورځپاڼې (San Jose Mercury News) د اګست په ۲۲مه نېټه خبر ورکړی، چې ښايي په دغه هېواد کې د کوويډ-۱۹ له امله د مړينې پېښه ډېره پخوا رمنځته شوې وي.

د تازه څېړنې سره سم، د ۲۰۲۰م کال د جنورۍ له پيل څخه د فبرورۍ تر پيل پورې، د امريکا د کاليفورنيا او الاباما په ګډون ۶ ایالتونو کې پر کوويډ-۱۹ ويروس د اخته کېدو له امله د مړينې پېښې رامنځته شوې وې، خو د دغه هېواد د پخواني څېړنيز راپور سره سم، د دې ويروس له امله د مړينې لومړۍ پېښه د همدې کال د فبرورۍ په ۶مه نېټه ثبت شوې ده.

له دې واقعيت څخه څرګندېږي، چې ښايي په دغه هېواد کې د کوويډ-۱۹ له امله د مړينې پېښه ډېره پخوا رمنځته شوې وي. (شکريه)