د چين خارجه وزارت : پر روسيې د جرمونو تپول ناعادلانه کړنه ده
cri2021-08-24 11:21:25
شريکول:

امریکا او بريتانيا د اګست په ۲۰مه نېټه پر هغو روسي استخباراتي کارکوونکو او ارګانونو بنديزونه اعلان کړل، چې د اليکسي ناوالني په قتل تورن دي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د اګست په ۲۳مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې اړوندو پوښتنو ته په ځواب کې وويل، چې ياده پېښه د روسيې کورنۍ چارې دي، د دې پېښې له ثابتېدو مخکې پر روسيې د جرمونو تپول ناعادلانه کړنه ده او په دې پلمه پر دغه هېواد يو اړخيز بنديزونه لګول هم بې اساسه دي.

د امريکا حکومت په همدې ورځ اعلان کړی، چې د Nord Stream-2 په نوم د طبيعي ګاز د پايپ لين پروګرام کې د ګډون په پلمه به د روسيې پر يوې بيړۍ او دوو نورو روسيانو هم بنديزونه ولګوي. وانګ ون بين په دې اړه وويل، امريکا له خپلو قوانينو سره سم د نورو هېوادونو تر منځ پر عادي همکاريو بې ځايه بنديزونه لګوي او له نړيوالو قوانينو او اړيکو څخه څرګنده سرغړونه کوي. له دې عمل څخه د امريکا د زورواکې غوښتنه ښکاري. (شکريه)