د چين د بهرنيو چارو وزارت: امريکا او ملګري هېوادونه يې بايد د افغانستان مسئلې په اړه محتاط واوسي
CRI2021-08-24 19:16:24
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د اګسټ پر ۲۴مه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې افغانستان يو خپلواک او حاکميت لرونکی هېواد دی. امريکا او ملګري هېوادونه يې بايد له تاريخ څخه درس واخلي او د افغانستان مسئلې په اړه دې پر خپلو ناوړو کړنو کتنه وکړي  او محتاطانه روحيه او اقدامات دې غوره کړي.

د خبر له مخې، د اوو هېوادونو ډله به د اګسټ پر ۲۴مه د افغانستان مسئلې په اړه د بحثونو لپاره يوه انلاين غونډه تر سره کړي. بريتانيا غواړي، چې په دغه غونډه کې ګډونوال هېواونه وهڅوي، چې پر افغان طالبانو نوي بنديزونه ولګوي.

وانګ ون بين د ياد خبر په اړه د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې نړيواله ټولنه بايد پر مثبت لوري د افغانستان د حالاتو د پرمختګ لپاره هڅې وکړي او د سولې او بيارغونې، د خلکو د ژوند د ښه والي او د پرمختګ د قوت د لوړوالي په برخو کې دې د افغانستان له کوښښونو څخه ملاتړ وکړي. نوموړي زياته کړه، چې د بنديزونو لګول مسئله نه شي حلولی، بلکې منفي اغېزې به ولري.