شي جين پينګ د هه بۍ له چنګ ده ښار څخه ليدنه وکړه
CRI2021-08-25 15:26:39
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د اګيست په ۲۴مه نېټه د هه بۍ ولایت په چنګ ده ښار کې د چنګ ده غرني ريزورټ، پونينګ معبد، د چنګ ده موزيم، د دا ګوی کو کلي او د بين هه ناحيې د زړو کسانو د پالنې خدمتي مرکز څخه ليدنه وکړه. نوموړي په دغو ځایونو کې د کلتوري ميراثونو د ساتنې او خپرېدو، مذهبي کارونو، قومي یووالي، د کليوالو سيمو د سمسورتيا او د زړو کسانو د پالنې په شمول ځيني کارونه له نږدې وکتل او اړوند مالومات يې تر لاسه کړل.

چنګ ده غرنی ريزورټ، چې په ۱۷۳۰م کال کې جوړ شوی، په نړۍ کې تر ټولو لوی امپراطوري باغ دی. د دغه غرني ريزورټ په شمال کې د پونينګ معبد په شمول ۸ معبدونه شتون لري، چې د چينګ په نوم د امپراطوري سلسلې په موده کې د شينجيانګ او شي ځانګ په شمول د ملي لږکيو سيمو د يووالي په موخه جوړ شوي دي.

شي جين پينګ د همدې ورځې په ماسپښين د هه بۍ له دا ګوی کو کلي څخه هم ليدنه وکړه او هلته يې د کلي د سمسورتيا کارونه له نژدې وکتل. دغه کلي له تېرو څو کلونو راهيسې د سيلانيزو چارو او عصري کرنيزو چارو له لارې ډېر پرمختګ کړی دی. د دغه کلي تېر کال عمومي عايدات يو ميليون او ۶۵۰ زرو يوانو ته او د کليوالو منځنی عايد يې ۱۷ زرو يوانو ته رسيده.

د بين هه ناحيې د زړو کسانو د پالنې خدمتي مرکز دوه کاله فعاليت کړی او د حکومتي ادارې په مرستې او د تصديو او ټولنيزو ډلو د ګډون په شمول په ځينو لارو چارو يې د ځايي زړو کسانو لپاره ښه خدمتونه کړي دي.