په ګرده نړۍ کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۲۱۲ ميليونو، ۳۵۷ زرو او ۸۹۸ ته رسېدلی
cri2021-08-25 10:59:33
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د اګيست په ۲۴مه نېټه يو تازه راپور خپور کړ چې له مخې يې د منځنۍ اروپا په وخت د همدې ورځې مازديګر تر ۵ بجو او ۵۶ دقيقو پورې، په ګردې نړۍ کې د کرونا ۴۳۴ زره او ۸۵۲ نوې پېښې ثبت شوي او عمومي شمېر يې ۲۱۲ ميليونو، ۳۵۷ زرو او ۸۹۸ ته رسېدلی دی. په همدې موده کې د دې ويروس له امله ۷۱۹۲ تنه مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر ۴ ميليونو، ۴۳۹ زرو او ۸۴۳ ته رسېدلی دی. (هيله)