په سای هان با کې د حيرانتيا وړ چارې!
CRI2021-08-25 16:00:01
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو کې د هه بۍ ولايت له سای هان با سيمې څخه ليدنه وکړه.

دغه سيمه نيمه پېړۍ مخکې بې حاصله او شاړه صحرا وه، خو اوس د بېجينګ او تيانجين د ايکولوژيکي ساتنې ديوال بلل کيږي. د چين حکومت په ۱۹۶۲م کال کې په دغه سيمه کې د لوی ځنګل د ابادۍ پريکړه وکړه او ۳۶۹ ځوانانو د حکومت په غوښتنه هلته د ونو په کينولو پيل وکړ. د دريو نسلونو د کوښښونو له لارې په دغه لوړه او سړه سيمه کې د ۶۶۶ کيلومتره مربع په پراخوالي ځنګلونه جوړ شوي، چې له امله يې په دغه سيمه کې د ځنګلونو ونډه ۸۰ سلنې ته رسيدلې ده.

د ملګرو ملتونو د چاپيريال ساتنې ادارې په ۲۰۱۷م کال کې د سای هان با ځنګل ابادوونکو ته د ځمکنۍ کرې ساتونکي په نوم افتخاري لقب هم ورکړی دی.