وانګ يي د هالنډ له بهرنيو چارو وزيرې سره تلېفوني خبرې وکړې
CRI2021-08-25 16:59:02
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اګست په ۲۳مه نېټه د هالنډ د بهرنيو چارو وزيرې سيګريډ کاګ په بلنه له نوموړې سره تلېفوني خبرې وکړې او د افغانستان د حالاتو په اړه يې ورسره د نظريو تبادلې وکړې.

وانګ يي په خبرو کې وويل، چې امريکا د افغانستان د مسئلې جنجال راپورته کړی او د دغه هېواد کړنې سمې او عادلانه نه دي. امريکا په لومړي ګام کې افغانستان په ګډوډۍ کې پرېښود او اوس غواړي پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي. امريکا بايد خپل مسئوليت وپېژني، د کابل د هوايي ډګر ګډوډي بايد حل کړي، له افغانستان سره دې بېړنۍ مرستې وکړي او د دغه هېواد د حالاتو د سموالي او د واک د سالم انتقال لپاره دې رښتيني ګامونه پورته کړي.