د افغانستان د حالاتو په اړه د جي ۷ هېوادونو سرمشريزه غونډه تر سره شوه
cri2021-08-25 11:41:00
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جي ۷ هېوادونو مشرانو د اګست په ۲۴مه نېټه د افغانستان د حالاتو په باب ويډيويي سرمشريزه غونډه تر سره کړه، په دغې انلاين غونډې کې د م م او ناټو سرمنشيانو هم برخه اخيستې وه. د بريتانيا لومړي وزير بوريس جانسن د دې غونډې مشري کوله.

يادو مشرانو له دغې غونډې وروسته په يوې ګډې بيانيې کې د افغانستان پر حالاتو سخته اندېښنه ښودلې او له اړوندو خواوو څخه يې غوښتنه کړې، چې د بشري بحران د رامنځته کېدو د مخنيوي لپاره سړه سينه وساتي. دوی ويلي، چې له افغانستانه د خپلو اتباعو او همکارو افغانانو وتل د جې ۷ هېوادونو پر وړاندې تر ټولو لويه او مهمه دنده ده.

په دې بيانيه کې زياته شوې، چې طالبان د تروریستي کړنو د مخنيوي، د بشري حقوقو د ساتنې او د يوه ټولشموله سياسي پلان د جوړونې دندې پر غاړه لري او ښځو او لږکيو ته بايد په ټولشموله حکومت کې ځای ورکړي. (شکريه)