د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اګست پر ۲۵مه د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره ټیلېفوني خبرې وکړې.
شي جين پينګ په خپلو خبرو کې وويل، چې چين او روسيه د نوې زمانې د هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ ملګري دي او بايد د لاسوهنې ضد مبارزه کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او د خپلو هېوادونو برخليک دې په خپلو لاسونو کې ټينګ ونيسي.
ده زیاته کړه، چې چين له دې څخه ملاتړ کوي، چې روسيه د خپل وضعيت له مخې د پرمختګ لاره انتخاب کړي او د ملي حاکميت د خونديتوب لپاره اقدامات غوره کړي. رئيس شي وویل ، چې دواړه هېوادونه بايد د شانګهای همکارۍ سازمان د جوړېدو د شلمې کليزې پر وړاندې د دغه سازمان له نورو غړو هېوادونو سره يووالی، همغږي او متقابل ملاتړ پياوړی کړي او د دې سيمې د هېوادونو د امنيت او پرمختګ د ساتلو لپاره ګډې هڅې وکړي.
دواړو خواوو د افغانستان د حالاتو په اړه د نظريو تبادله هم وکړه.
شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ، چې چين د افغانستان د ملي حاکميت، خپلواکۍ او ځمکني بشپړتیا درناوی کوي، د دغه هېواد په کورنيو چارو کې د نه لاسوهنې پر تګلارې ټينګار کوي او تل د افغان مسئلې د سياسي حل په چارو کې رغنده رول لوبوي.
دغه راز ښاغلي شي زیاته کړه، چين هيله لري، چې له روسيې او د نړيوالې ټولنې له نورو خواوو سره تګ راتګ زيات کړي او د افغانستان مختلفې ډلې وهڅوي، چې پرانيستی او ټولشموله سياسي چوکاټ جوړ کړي، نرمې او سالمې بهرنۍ او کورنۍتګلارې غوره کړي، له ترهګريزو ډلو سره اړيکې پرې کړي او د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو سره په تېره بيا له ګاونډيو هېوادونو سره ښې اړيکې ولري.
پوتين په خپلو خبرو کې د روسيې او چين ترمنځ د اړيکو د پرمختګ په اړه خوښي څرګنده کړه او هيله يې وښودله، چې په بېلا بېلو برخو کې له چين سره همکارۍ لا پياوړې کړي.
پوتين وويل، روسيه او چين د افغان مسئلې په اړه ورته دريځ او ګډې ګټې لري. روسيه غواړي، چې له چين سره نږدې همغږي وکړي، د افغان مسئلې په څواړخيز ميکانيزم کې فعال ګډون وکړي، د افغانستان د حالاتو د آرامولو، له ترهګرۍ سره د مبارزې، د نشه يي توکو د قاچاق بندولو، د بهرنيو کړيو د لاسوهنې د مخنيوي او د سيمه ييز امنيت او ثبات د ساتلو لپاره ګډې هڅې وکړي.