اسرائيلي ځواکونو په غزې کې د حماس پر ځينو موخو بمباري کړې
cri2021-08-25 11:07:03
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اسرائيل پوځ د اګيست په ۲۳مه نېټه وويل، چې اسرائيلي پوځونود همدې ورځې په شپه په غزې کې د وسله والو پر څو موخو بمباري کړې ده. 

د اسرائيل پوځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې ياده بمباري يې د حماس وسله والو د بريد په ځواب کې کړې ده، بله خوا د فلسطين خبري رسنيو د اګيست په ۲۳مه نېټه خبر ورکړی، چې د اسرائيل پوځي بېړيو د غزې پر کب نيونکو بريد کړی، خو د مرګژوبلې په اړه يې څه نه دي ويلي. (هيله)