د امريکا سي اېن اېن د اګست په ۲۳مه نېټه د چين د روغتيا ملي کمېټې د معلوماتو له مخې خبر ورکړی، چې په همدې ورځ په چين کې له بهره ورغلو د راغلو اخته کسانو پرته د کرونا وبا نوې پېښه نه ده ثبته شوې. سي اېن اېن ويلي، چې په چين کې د ياد ويروس د وقايې جدي او اغېزمن تدبيرونه نيول شوي او دغه هېواد ښايي په نړۍ کې لومړی هېواد وګرځي، چې د ډلټا وبا په وقايې او کنترول کې بريالی شي.