طالبانو له امريکا څخه وغوښتل چې د اګيست تر پايه پورې ټول ځواکونه او پرسونل وباسي
cri2021-08-25 11:24:56
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د اګيست په ۲۴مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د کابل هوايي ډګر لا هم د امريکايي ځواکونو تر کنټرول لاندې دی، امريکا بايد د روانې مياشتې تر ۳۱مې نېټې پورې ټول پوځونه او پرسونل له افغانستانه وباسي. نوموړي زياته کړه چې دوی د افغانانو وتل نه غواړي، امريکا بايد له دغه هېواده د افغانانو وتل و نه هڅوي. 

د امريکا ولسمشر جوبايډن د اګيست په ۲۴مه نېټه وويل چې امريکا هم همدا موخه لري چې د روانې مياشتې تر ۳۱مې نېټې پورې ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي. هغه له اړوندو ارګانونو څخه هم غوښتنه وکړه چې د دې لپاره بېړنۍ لايحه وټاکي. (هيله)