جاو که جه د پاکستان د صدراعظم د ملي امنيت له سلاکار مويد يوسف سره ويډيويي خبرې وکړې
cri2021-08-25 11:27:08
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او د عامه امنيت وزير جاو که جي د اګست په ۲۴مه نېټه د پاکستاني صدراعظم د دولتي امنيت له سلاکار مويد يوسف سره ويډيويي خبرې وکړې.

جاو که جي وويل، د چين او پاکستان تر منځ دوستي ډېرې ژورې ريښې لري، هيله لرو چې پاکستان د داسو تروريستي پېښه ژر وڅيړي او مجرمين يې ونيسي، د امنيت ساتنې اقدامات پياوړي کړي، له ترهګرو سره جدي مبارزې وکړي او په دغه هېواد کې د چيني کارکوونکو ټينګ امنيت وساتي. چين به د تروريستي پېښو د مخنيوي، د امنيت ساتنې سيستم د جوړونې او د سيمه ييز ثبات د ساتنې لپاره له پاکستان سره همکارۍ پياوړې او ژورې کړي.

مويد يوسف وويل، پاکستان به د داسو پېښې د مجرمينو په نيولو کې هڅې وکړي او ترهګرو ته به سخته سزا ورکړي. (شکريه)