د څو هېوادونو استازي : د امريکا په ګډون د ځينو هېوادونو پوځي لاسوهنو افغانانو ته سخت زيانونه رسولي
cri2021-08-25 11:34:59
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م د بشري حقوقو شورا د اګست په ۲۴مه نېټه د افغانستان مسئلې په باب يوه ځانګړې غونډه تر سره کړه، په دغې غونډې کې د چين، کيوبا، وينزويلا او ايران په ګډون د څو هېوادونو استازو وويل، چې د امريکا په ګډون د ځينو هېوادونو پوځي لاسوهنو افغانانو ته سخت زيانونه رسولي دي.

د چين دايمي استازي چن شيو وويل، چې په افغانستان کې حالات ډېر بدل شوي دي. چين د افغانانو هيلې او انتخاب ته درناوی کوي او غواړي په دغه هېواد کې سوله، ثبات او عادي نظام بيا اعاده شي. د امريکا په ګډون ځينو هېوادونو د ديموکراسۍ او بشري حقوقو د ساتنې په پلمه د نورو خپلواکو هېوادونو په کورنيو چارو کې پوځي لاسوهنې کړي، خپل سياسي نظام يې په دغو هېوادونو کې په زور کارولی، د دغو هېوادونو حاکميت او د خاورو تماميت يې سخت خراب کړي او خلکو ته يې سخت زيانونه رسولي دي. واقعيتونه يو ځل بيا دا ثابتوي، چې د زورواکۍ سياست او پوځي کړنې سيمه ييزې مسئلې نه شي حل کولی. نړيواله ټولنه دې په افغانستان کې د بشري حقوقو پر ضد د امريکا، بريتانيا او استراليا په ګډون د ځينو هېوادونو د پوځونو جرمونه وڅيړي او تر سره کوونکي يې دې حاکمه کړي.(شکريه)