د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د اګست په ۲۵مه نېټه د دغه وزارت په نوبتي خبري ناسته کې وويل، د کوويډ-۱۹ د ريښې د لټون په اړه د امريکا د استخباراتي ادارې راپور د حقيقت د پيدا کولو په موخه علمي راپور نه دی، بلکې د دې لپاره جوړ شوی، چې د امريکا حکومت غواړي د کوويډ-۱۹ ضد مبارزه کې د خپلې ناکامۍ مسئوليت پر چين واچوي.
وانګ ون بين په خبري ناسته کې د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې که اړوندې خواوې پر دې ټينګار کوي، چې له لابراتوار څخه د کوويډ-۱۹ ويروس د خپرېدو امکان نه شي رد کېدای، نو بايد د برابرۍ او عدالت له مخې، د امريکا د فورټ ډيټريک بيولوژيکي لابراتوار او د شمال کاروليڼا پوهنتون په اړه هم پلټنې تر سره شي.