د بشري حقوقو قاضيان بايد په خپله قضاوت وکړي
CRI2021-08-25 14:36:42
شريکول:

د اګست ۲۳مه نېټه د ملګرو ملتونو لخوا د تور پوستو غلامانو د پلورنې د له منځه وړلو نړيوالې ورځې سره برابره وه. د يادونې وړ خبره دا ده، چې امريکا څه موده مخکې د غلامانو د پلورلو په اړه تش په نوم کلنی راپور خپور کړی، چې له مخې يې دغه هيواد د غلامانو پلورلو د مخنيوي په چارو کې تر ټولو ښه کارونه تر سره کړي دي. امريکا د غلامانو پلورلو په چارو کې څو څو ځلې دوه ګونې معيارونه غوره کړي، چې د نړۍ لپاره د منلو وړ نه دي.

غلامي او د غلامانو پلورل د انسانانو په تاريخ کې له بشري حقوقو څخه تر ټولو سخته سرغړونه او ناوړه کړنه ده.د اتلانتيک سمندر په دواړو غاړو کې د غلامانو د پلورلو په تاريخ کې د خونړې پيښې ډېرې ترسره شوي. له ۱۶مې څخه تر ۱۹مې پيړۍ پورې یعنې شاو خوا ۴۰۰ کلونو کې په لسګونو ميليونو افريقايي غلامان د اتلانتيک له مرکزي سمندري لارې د امريکا لویې وچې ته ليږدول شوي دي.

دوی به خپل نومونه، حيثيتونه او بشري حقوق له لاسه ورکول او له سخت زورزياتي او ظلمونو سره به مخ وو. اوسنۍ پياوړې امريکا د دغوغلامانو په زیار او خولو تویولو جوړه شوې ده. امريکا اوس څه حيثيت لري، چې د بشري حقوقو په اړه خبرې کوي؟ او څنګه زړه ورتوب لري، چې پر نورو هېوادونو انتقادونه کوي؟

د تور پوستو غلامانو پلورل د استعمار اصلي ګناوه وه او تاریخ به یې هيڅ هير نه کړي، امريکا په تېرو سلګونو کلونو کې د غلامانو د پلورلو په تاريخ کې بشري حقوقو تر پښو لاندې کړي او په سپکه يې ورته کتلي دي، دوی نژادپرستي کوي او لا هم په دغه هيواد کې د غلامۍ نښې نښانې ښکاري او اغېزې يې شته دي. په امريکا کې اوس هم افريقايي الاصله امريکايان له تبيعض سره مخ دي. د دوی د ژوند منځنۍ سويه ډېره ټيټه ده او د بې کارۍ انډول پکې لوړ دی او د ښوونې او درملنې ډېر کم فرصتونه لري.

په دغه هيواد کې د کرونا وبا له رامنځته کېدو راهيسې د تور پوستو او سپين پوستو تر منځ توپيرونه نور هم زيات شوي دي. د يو راپور له مخې، د ۲۰۲۱م کال د مارچ تر درېيمې نېټې پورې د امريکا په ۳۸ ايالتونو او د کلومبيا په ځانګړې سيمه کې سپين پوستو ته د کرونا وبا ضد واکسين د ورکولو انډول د افريقايي الاصله امريکايانو په پرتله ۲اعشاريه ۱ زيات او د اسپانيايي الاصله امريکايانو په پرتله ۲اعشاريه ۹ سلنه زيات ښودل شوی دی. د امريکا د شميرنې ادارې د ارقامو له مخې، د روان کال په جون کې د افريقايي الاصله امريکايانو د بې کارۍ انډول ۹اعشاريه ۲ سلنه ښودل شوی، چې دا د سپين پوستو په پرتله ډېر زياتوالی ښيي.

د حيرانۍ وړ خبره دا ده، چې په امريکا کې لا هم د کسانو پلورل او د ظلمانه کارونو پيښې رامنځته کيږي. د امريکا پلاريس پلان ډلې يوه شمېره خپره کړې، چې له مخې یې، د ۲۰۰۷م کال له پيل څخه د ۲۰۱۹م کال تر پايه پورې په دغه هيواد کې د انسانانو د پلورلو د قضيو شمېر ۶۳۳۸۰ ته رسيدلی او په ۲۰۱۹م کال کې د دغو پېښو شمېر له ۱۱۵۰۰ څخه هم زیات و، چې په دغو کسانو کې۲۲۳۲۶ کسان له پلور وروسته سخت ځپل شوي دي. د دغو کسانو زيات شمېر کسان فابريکو او شتمنو کورنيو ته ليږل شوي او هلته په ظلمانه توګه پرې کارونه کوي او د غلامانو په توګه يې ساتي.

د کاليفورنيا پوهنتون د بيرکيلي ( Berkeley) فرعي څانګې د بشري حقوقو څيړنيز مرکز يو راپور خپور کړی، چې له مخې يې په امريکا کې غلامان پټ ساتل کيږي او ظلمانه کارونه پرې کيږي. په دغه راپور کې دې ته اشاره شوې، چې د امريکا په هره تاريخي موده کې لږ تر لږه پر لس زرو کسانو ظالمانه کارونه ترسره کيږي. د حيرانتيا وړ خبره دا ده، چې د انسانانو د پلور او ظالمانه کارونو د پيښو شمېر چې کوم راپور شوي، د کنګلي غره يوه کوچنې برخه جوړوي.